ولسمشراحمدزي ویلي، چې هرات به په یوه ترانزيتي څلورلارې بدل شي

د جمهوري ریاست د رسنیو دفتر ویلي چې ولسمشراحمدزي د هرات خلکو ته ویلي چې دا ښار به د اسیا په یوه ترانزیتي مرکز بدل کړي.

ښاغلي احمدزي د هرات له ځینو مخورو شخصیتونو سره د ویډیو کنفرانس له لارې په خبرو کې ژمنه وکړه چې هرات به د اسیا په یوه ترانزيتي څلورلارې او ارتباطي پل بدل شي.

افغان ولسمشرهمدا راز وویل، چې د سلما د برېښنا د بند جوړول یې د حکومت په کاري لومړیتوبونو کې دي او زیاته یې کړه چې دا بند د هرات د بیارغونې یوه نښه ده.

ولسمشراحمدزي د هرات پوهنتون د پروژې د پاتې چارو د ژرترژره بشپړېدو ژمنه هم وکړه.