ولسمشر غني: د مرکز او ولایتونو تر منځ اړیکي باید په منظمه توګه ټینګې شي

ولسمشر اشرف غني احمدزی وایي؛ تر دې وروسته باید د افغانستان د مرکز او ولایتونو تر منځ اړیکي په منظمه توګه ټینګې شي.

ولسمشر احمدزي د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له سرپرست او د دغې ادارې له مرستیالانو سره د لیدو پر مهال دا خبرې وکړې.

له ارګ څخه په یوه بله اعلامیه کې ویل شوي چې؛ ولسمشر په پام کې لري، له دې وروسته په خپله د یوه منظم کاري پروګرام له مخې په اونۍ کې یو ځل له ټولو والیانو سره ګوري او د ښو خدمتونو د وړاندې کولو په اړه به سپارښتنې ورته کوي.

ولسمشر دغه راز ژمنه کړې چې؛ په لویو ښارونو کې به د اساسي ستونزو د هوارۍ په هدف د ښاروالیو او خلکو تر منځ د بحثونو لارې چارې پیل کړي.