د امریکا بې پیلوته الوتکې په شمالي وزیرستان کې ۵ وسله وال وژلي

پاکستاني چارواکي وايي په جنوبي وزیرستان کې د وسله والو په یوه ودانۍ د بې پیلوټه الوتکو په برید کې پنځه مشکوک وسله وال وژل شوي. دوی وايي، په دوی کې د ازبک وسلوالو یو قومندان هم شامل دی. په دې برید کې درې تنه نور ټپیان شوې هم دي.

پاکستاني امنیتي چارواکو د نوم د نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي؛ یوې بې پیلوټه امریکايي الوتکې د وزیرستان په شوال سیمه کې د وسله والو د رزونې په مرکز دوه توغندي ویشتي دي.

استخباراتي چارواکو ویلي، پنځه واړه وژل شوي وسلوال ازبکان وو او د درې تنو ټپیانو هویت لا څرګند نه دی.

پاکستاني ځواکونو د امریکا د پرلپسې غوښتنو وروسته په وزیر ستان کې د وسلوالو خلاف عملیات پیل کړي او ادعا کوي چې په دې عملیاتو کې یې تر زرو زیات وسلوال تر اوسه له منځه وړي دي.