ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسلوالو طالبانو وياند بولي او تل له "نامعلوم ځاى" څخه رسنيو ته پيغامونه لېږي، دا ځل ظاهراً د تخنيکي ستونزې له کبله خپل ځاى معلوم کړ.
د پنج شنبې په ورځ د ذبيح الله مجاهد په ټويټر پاڼه کې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د اختر پيغام خپور شو.
د ټويټر شبکې په اتومات ډول دا ښکاره کړه چې دغه پيغام د پاکستان له سند ايالت نه خپور شوى دى.
عصمت څاروان نور جزئيات وړاندې کوي.
Your browser doesn’t support HTML5