په لاتويا کې نن د ناکرارۍ له اندېښنو سره- سره پارلماني انتخابات کېږي

نن په لاتويا کې پارلماني انتخابات کيږي. په دغه هيواد کې چې د روسانو لوی اقليت اوسي، د روسيې او د کريملن د متحد ګوند له لاسه د ناکرارۍ اندېښنې شته.

د روسيې له خوا د کريميا جلا کول او په ختيځ اوکراين کې د روسيې لاسوهنې ته په لاتويا کې د خطر د زنګ په سترګه کتل کيږي. لاتويا چې ۲ مليونه نفوس لري د ناټو او اروپايي اتحاديې غړی هيواد دی.

د نظر پوښتنې د شمېرې له مخې داسې ښکاري چې د واکمن صدراعظم لايم ډوټا ستراجوما ايتلافي ګوند به په دې ټاکنو کې ګټونکی وي. د دوو جلا نظرپوښتنو د نتيجو له مخې، د ستراجوما ګوند په ۶۱ کې ۳۳ د ملاتړ رايې تر لاسه کړي دي.

ستراجوما ۶۳ کلن تکنوکرات دی چې له ناټو څخه يې د خپل هیواد او روسيې په پوله کې د اضافي پوځيانو او هوايي ګزمې غوښتنه کړې ده.

ناټو په خپله وروستۍ سرمشريزه کې ژمنه وکړه چې په بالتيک سيمه کې به خپل حضور زيات کړي.

په همدې حال کې د مخالف هارمني ګوند ملاتړ، چې د روسي نژاده اقليت سره اړوند وګړي ورسره دي، له ۱۸ څخه تر ۲۴ فېصده دی.

هارمني د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوټين له ګوند، متحده روسيه، سره تړلی دی.