په کوهاټ کې چاودنې ٣ کسان وژلي او ٥ نور ټپيان کړي دي

په کوهاټ پېښور چوک کی د سورليو په یوه موټر کې چاودنه شویده. د حکومتي چارواکو د معلوماتو له مخې په دې چاودنه کې تر اوسه ۳ کسه مړه او ۵ نور ژوبل شوی دي.

د کوهاټ د پوليسو مرستيال مشر کامران خان د آزادي راډيو څانګې مشال راډيو ته ووئیل چی داسي اټکل کيږي دا چاودنه د سورليو په موټر کې د ځای پر ځای شويو چاودېدونکو موادو له کبله شوې ده.

کامران خان زياته کړه چې د چاودنې له کبله، دوه موټر په بشپړه توګه له منځه تللي دي. ټپيان د کوهاټ روغتون ته وړل شوي دي.