د افغانستان جمهور رییس اشرف غني احمدزي نن په ارګ ماڼۍ کې د لوی اختر له لمانځه وروسته په ټولو وسله والو مخالفینو غږ وکړ چې سولې ته غاړه کیږدي.
ښاغلي احمدزي وویل د افغانستان د ستونزې د حل لپاره جګړه نه بلکې د خبرو بین الافغاني لار په کار ده.
ولسمشر احمدزي همداراز وویل د ملي یووالي حکومت خپلې لومړۍ ژمنې عملي کړي او په دې هڅه کې دی چې نور هم کارونه چټک شي.
صفي الله ستانکزی د ارګ ماڼۍ ته تللی و او دا راپور یې جوړ کړی.
Your browser doesn’t support HTML5