د اروپایې ټولنې سفیرانو د فساد په وړاندې مبارزه د نوي افغان حکومت وروستي اقدامات وستایل

په کابل کې د اروپایې ټولنې سفیرانو د فساد په وړاندې مبارزې کې د نوي حکومت وروستي اقدامات وستایل.

د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په یوه اعلامیه کې راغلي چې دغو سفیران پرون مازدیګر په ارګ کې له ولسمشراحمدزي سره ولیدل.

په اعلامیه کې راغلي چې د اروپایې ټولنې د هېوادونو استازو له افغانستان سره د خپلو مرستو او همکاریو د دوام ژمنه وکړه.

دغه راز ولسمشراحمدزي د اروپایې ټولنې د تیرو دیارلسو کلونو همکاري وستایله او له هغو یې وغوښتل چې د افغان دولت د لومړیتوبونو پراساس او د منظمو پروګرامونو په چوکاټ کې له دغه هېواد سره مرسته وکړي.

له ارګه په یوه بله اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان یو شمېر مخورو ښځو هم له ولسمشر سره د لیدو پر مهال له هغه وغوښتل چې د حکومت په سطح د ښځو لپاره یو مشورتي بورډ جوړ کړي تر څو هغوی وکولای شي د پالیسۍ جوړوني په برخه کې د مشور ورکولو، د ښځو د حقونو څخه د دفاع او په ټولینزو او سیاسي برخو کې د ښځو د رول د ډیریدو په برخه کې ګام واخلي.

اعلامیه زیاتوي دا وړاندیز د ولسمشراحمدزي له لوري ومنل شو.