د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي او دفاعي تړون ته په اشارې ویلي چې؛ هیله لري کابل اجازه ورنه کړي د افغانستان له خاوري څخه دریم هېواد ته ګواښ رامنځته شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه تبصره کې چې تیره ورځ د دغه وزارت په انټرنټي پاڼه کې خپره شوې، راغلي چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او پرته له شکه دا حق لري چې له خپلو بهرنیو سیاسي شریکانو سره دا ډول تړونونه لاسلیک کړي، خو وایې، په همدې حال کې کابل باید د دغه ډول پریکړو عواقب هم درک کړي او پرېنږدي چې کوم دریم هېواد له دې خاورې څخه له ګواښ سره مخامخ شي.
د روسیې د بهرنیو چارو په یوه اعلامیه کې هم راغلي، چې په افغانستان کې د ناټو نوی ماموریت چې د ایساف ځای نیسي، باید د ایساف د ماموریت په څیرد ملګروملتونو په امنیت شورا کې په یوه پریکړه لیک سره مشروعیت ترلاسه کړي.