د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د کرکټ په اسیايي المپیک سیالیو کې نن هانګ کانګ ته په اتو ویکټو ماته ورکړه.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادۍ راډيو ته وویل، په دغه لوبه کې لومړی هانګ کانګ لوبه وکړه او د اتو لوبغاړو په سوځیدو سره یې۸۸ منډې جوړې کړې.
افغانستان په خپل وارکې د دوه لوبغاړو په سوځیدو سره په اولسم اورکې د هانګ کانګ له خوا ټاکل شوی هدف پوره کړ او لوبه یې وګټله.
د دغه لوبې په ګټلو سره افغان کرکټ لوبډله د دې سیالیو فاینل ته ووته او وروستۍ لوبه سبا له بنګله دیش یا سریلانکا سره وکړي.