د سعودي عربستان چارواکي وایي، چې له نوي افغان حکومت سره د سولې د ټینکښت سربیره په نورو برخو کې هم همکارۍ ته چمتو دي.
په کابل کې د سعودي عربستان سفیر ازادي راډیو ته وویل، چې هېواد به یې د افغانستان د سولې لپاره له ټولو هغو امکاناتو کار واخلي، چې په اختیار کې دي.
په همدې حال کې د سولې عالي شورا چارواکي هم د افغانستان د سولې په ټینګښت کې د سعودي عربستان همکارۍ مهمه بولي.
که څه هم سعودي عربستان په تیرو دیارلسو کلونو کې د افغان چارواکو له غوښتنو سره سره د سولې په برخه کې لازمه همکاري ونه کړه، خو په کابل کې د دې هېواد سفیر وایي، له نوي حکومت سره به د سولې په برخه کې همکاري وکړي.
په کابل کې د سعودي سفیر مسفرعبدالرحمان ال غاصب ازادۍ راډیو ته وویل، چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې غوښتونکې دی او په دې برخه کې به هیڅ ډول همکاري ونه سپموي:
″په ټینګار سره وایم، هرهغه څه چې زموږ په وس کې وي د اشرف غني احمدزي له حکومته به یې ونه سپموو، په ځانګړې توګه هغه څه چې د دواړو هېوادونو اړیکې پیاوړې کړي، موږ په دې برخه کې له افغانستان سره یوه موافقت نامه هم لرو، چې هغه د عملي کېدو په حال کې ده او د دواړو دولتونو ترمنځ همکارۍ په کې تعریف شوي دي.
په همدې ډول د عربستان پاچا او حکومت د افغانستان د سولې له ټینګښت سره لیوالتیا لري.″
د حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان پخواني حکومت ډیرې هڅې وکړي، څو د سعودي او نورو هېوادونو په منځګړیتوب له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې وکړي.
خو د حامدکرزي دغو هڅو کومه نتیجه ورنه کړه او له دولتي چارواکو سره یې د مخه ښې په غونډه کې وویل، چې پاکستان او امریکا په تیرو دیارلسو کلونو نه غوښتل په افغانستان کې سوله راشي.
د سولې عالي شورا یو غړی قاضي محمد امین وقاد هم وایي، چې سعودي عربستان د سولې په ټینګښت کې رول لوبولی شي، خو وایي په تیروڅوکلونو کې یې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.
ښاغلي وقاد ازادۍ راډیوته وویل، چې د افغانستان د سولې د ټینګښت لپاره د سعودي عربستان، امریکا او پاکستان ګډې همکارۍ ته اړتیا شته:
″د سعودي عربستان، پاکستان او پنتاګون پالسي یو له بل سره نږدې والي لري، په دغې مساله کې باید د امریکا موقف دا وي، چې پاکستان کردار ادا کړي او سعودي عربستان دې کردار ادا کړي، نو بیا په دې کې شک نشته، چې دا کار کېدای شي، بیا به عربستان سعودي هغه هېواد وي، چې د دې پروسې د پیلیدو کریډیټ به واخلي.″
نوموړی وایي، سعودي عربستان کولای شي، چې د هغو شیخانو مخه ونیسي، چې طالبانو ته پیسې او نورې مرستې ورکوي.
سعودي عربستان په داسې حال کې له افغانستان سره د سولې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکوي، چې نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي هم د لوړې په مراسمو کې له طالبانو او حزب اسلامي نه وغوښتل، چې له حکومت سره ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
څیړونکې بیا د سولې دټینګښت لپاره د نوي حکومت په پیاوړې ارادې او د سولې شورا په ترکېب کې د بدلون په راوستو ټینګار کوي.
راپور: اسدالله ″لودین″