راتلونکې اونۍ به اشرف غني احمدزی د افغانستان د نوي ولسمشرپه توګه لوړه وکړي

تمه ده چې اشرف غني احمدزی د افغانستان د نوي ولسمشر په توګه په راتلونکې اونۍ کې لوړه وکړي.

د تحول او تداوم د ټیم ویاند طاهرظهیر آزادۍ راډیو ته وویل چې د هېواد راتلونکی ولسمشربه احتمالا د راتلونکي اونۍ د دوشنبې په ورځ د لوړې مراسم پرځای کړي.

اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د تېروڅو اونیو په ترڅ کې له اوږدو خبرو او تماسونو وروسته پرون د ملي وحدت د حکومت د څرنګوالي په اړه موافقه لاسلیک کړه.

په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د افغانستان د انتخاباتو د لانجې د پای ته رسېدو هرکلی کړی.

یان کوبیش اشرف غني احمدزي ته د راتلونکي ولسمشرپه توګه مبارکي ویلې او څرګنده کړې یې ده چې له دې سره افغانستان، د لومړي ځل لپاره د واک ډیموکراتیک لېږد ته یو بل ګام ورنژدې شو.

ولسمشرحامد کرزي هم اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ته د ملي وحدت د حکومت په جوړولو کې د بریا هیله کړې.

د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفترپه یوه بیان کې چې پرون خپور شو، د نوي ولسمشرد لوړې د نېټې یادونه نه ده کړې خو لیکلي یې دي چې ولسمشر کرزي ښاغلي اشرف غني ته د ولسمشراو ښاغلي عبدالله ته د اجراییوي رییس په توګه مبارکي ویلې او له خپلې خوا یې له راتلونکي حکومت سره د همکارۍ ژمنه کړې.