د کونړ پر دانګام او شیګل د پاکستان له خوا ۳۲ توغندي ویشتل شوي

د کونړ چارواکي وایي چې، تېره شپه یو ځل بیا د پاکستان د پوځ له خوا د دې ولایت پر دانګام او شیګل ولسوالیو ۳۲ توغندي را ویشتل شوې دي.

د دې ولایت امنیې قومندان عبدالحبیب سیدخیل نن ازادي راډيو ته وویل چې؛ دغه توغندي تر ډیره په شاړو ځمکو لږیدلي او یو عام وګړی یې ټپی کړی دی.

د روان کال له پیله تردې مهاله دپاکستان له خاورې له ۶ زرو ډير توغندي په ختیځو ولایتونو لګیدلي چې لسګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.