کامرون: افغان کاندیدان دې د شوو موافقو له مخې کار وکړي

د بریتانیا لومړي وزیر د افغانستان د انتخاباتو له دواړو کاندیدانو څخه غوښتي چې د رایو د تفتیش او د ملي یووالي حکومت د جوړولو پرسر د هغو موافقو له مخې کار وکړي، چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په منځګړیتوب یې کړي دي.

په کابل کې د بریتانیا سفیرد یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې؛ ډیوید کامرون پرون له غرمې وروسته د افغانستان د انتخاباتو له دواړو کاندیدانو سره په دې برخه کې ټیلفوني خبرې کړي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې؛ د بریتانیا لومړي وزیرهیله مندي ښودلې چې د انتخاباتو نتیجې په ویلز کې د ناټو له سرمشریزې غونډې له جوړیدو مخکې په ډاګه شي.

د دغه اعلامیې له مخې دواړو کاندیدانو د ډیوید کامرون له څرګندونو ملاتړ کړی او له افغانستان سره یې د بریتانیا له مرستو مننه کړې.