لغمان: د کوټه تورپه سیمه کې څلور تنه وسله وال وژل شوي دي

د لغمان ولایت د ملي امنیت ځواکونو تېره شپه ددې ولایت مرکز اړوند د کوټه تورپه سیمه کې په یوه کمين کې څلور تنه وسله وال وژلي او یو تن يې ټپي کړی دی.

د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک وايي، د وژل شویو کسانو مړي د لغمان مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي.

د یوه بل خبر له مخې، نن سهار وختي د کابل ـ جلال اباد په لویه لاره د لغمان ولایت اړوند د کاکڅ په سیمه کې وسله والو طالبانو پر یوه شخصي کانټینر برید کړی، چې له امله یي کانټینر سوزیدلی، چلوونکی يې وژل شوی او یو بل تن په کې ټپي دی چې دامهال تر درملنې لاندې دی.

وسله والو طالبانو په لغمان کې د یادو پيښو په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.