د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان ، چې له خپلو زرګونو پلويانو سره يې د پاکستان په پايتخت اسلام اباد کې د نواز شريف د حکومت پر ضد پراخ لاريونونه او مظاهرې پيل کړي، له حکومت سره په مشروط ډول خبرو اترو ته چمتووالى وښود.
عمران خان له حکومت سره د خبرو اترو لپاره شپږ غوښتنې وړاندې کړې او ويې ويل، د غوښتنو تر منلو کېدو وروسته به له حکومت سره پرېکنده خبرې اترې وکړي.
نوموړي د پنجشنبې په شپه د پاکستان د پارلمان مخې ته خپلو پلويانو ته د وينا پر مهال وويل، زموږ ګوند تر صلا مشورې وروسته پرېکړه کړې، چې له حکومت سره مذاکرات وکړي، خو يواځې په هغه صورت کې، چې لومړى نواز شريف له خپلې دندې ګوښۀ شي:
" موږ له حکومت سره مذاکراتو ته چمتو يو، خو يواځې هغه وخت چې نواز شريف استعفا ورکړي، ترڅو چې نواز شريف صدراعظم وي، موږ بۀ له اعتراض او خپلو غوښتنو لاس وانخلو."
عمران خان د خبرو اترو لپاره د نواز شريف پر استعفا سربېره، د نوي انتخاباتو، د انتخاباتي اصلاحاتو، د يوه غېر سياسي مؤقت حکومت جوړول، د انتخاباتو د کميسيون منحلول او د ٢٠١٣م کال په ټاکنو کې په درغليو تورن کسانو ته د سزا ورکولو غوښتنې هم وړاندې کړې.
عمران خان تر هغې وروسته له حکومت سره د خبرو اترو مشروط چمتووالى وښود، چې د عوامي تحريګ ګوند مشر طاهر القادري، چې له خپلو زرګونو پلويانو سره يې د پاکستان د پارلمان مخې ته مارش کړى، د نواز شريف له حکومت سره خبرې اترې پيل کړي، خو تراوسه يې لا کومه نتيجه نه ده ورکړې.
د قادري له لسو غوښتنو څخه يوه هم د نواز شريف او شهباز استعفا او د مرکزي پارلمان په ګډون د ايالتي اسامبلو منحلول دي.
بلخوا د پاکستان د دولتي راډيو د راپور له مخې، د پنجاب ايالت اعلى وزير او د واکمن مسلم ليګ ن جګپوړي چارواکي شهباز شريف د چهارشنبې په ورځ د ددې هېواد د پوځ له مشر جنرال راحيل شريف سره کتلي او په روان سياسي وضعيت يې ورسره مفصلې خبرې کړي.
په دې ليدنه کې جنرال شريف له شهباز شريف غوښتي، چې حکومت دې د سياسي شخړو د ژر اواري لپاره دې له دواړو ګوندونو سره نتيجه لرونکي مذاکرات پيل کړي.
د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحريک انصاف او د طآهر القادري په مشرۍ د عوامي تحريک ګوندونو زرګونه پلويان د روانې مياشت له ١٤مې نېټې راهيسې په اسلام اباد کې د حکومت ضد لاريونونه پيل کړي او د صدراعظم نواز شريف د استعفا غوښتنه کوي.
دا په پاکستان کې د تېر کال تر عمومي ټولټاکنو وروسته د حګومت ضد تر ټولو ستر لاريونونونه بلل کېږي.
د يادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت لا تر دې دمه د عمران د غوښتنو په اړه خپل دريځ نه دى څرګند کړى.
راپور: ذبيح شفق