د افغانستان په شمال کې امنیتي مسوولان وايي چې؛ د منځنۍ اسیا هېوادونو د مخدره موادو قاچاق وړونکي په شمال کې د ناامنیو د رامنځته کولو هڅې کوي.
په شمال کې د دفاع وزارت د امنيتي ځواكونو عمومي قومندان جنرال زلمي ويسا نن ازادۍ راډيو ته وویل، چې د مخدره موادو قاچاق وړونکي او د منځنۍ اسيا هېوادونو استخباراتي كړۍ په شمال کې د ناامنیو اصلي عاملین دي.
نوموړي زیاته کړه، دغه کسان د مخدره موادو د قاچاق او پیرلو او پلورلو په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره په شمال کې نا امنیو ته لمن وهي.