روغتیایي کارکوونکي وایي، د اسرائیلو په هوایي بمبارۍ کې نن په غزه کې د ملګروملتونو په یوه ښوونځي کې د لږ تر لږه ۱۶ کسانو په ګډون، زیات شمېر خلک وژل شوي دي.
د نن سهار په بمبارۍ کې د ملګروملتونو په یوه ښوونځې کې چې خلک په کې له جګړو څخه د پناه اخیستني په مقصد راټول شوي وو، شپاړلس کسان ووژل شول.
د غزې د عاجلو خدمتونو د ادارې ویاند اشرف القدرا وایي، په لومړي سر کې شل مړي شمېرل شوي وو، خو دا شمېر ډير زیات دی.
د القدرا په وینا، د حماس پرضد د اسرائیلو په عملیاتو کې تراوسه شاوخوا ۱۲۶۰ کسان وژل شوي دي.
پراسرائیلو د حماس جنګیالیوپه توغندیو کې ۵۳ عسکر او درې تنه ملکیان وژل شوي دي.
د سې شنبې په ورځ اسرائیلو د غزې د برښنا سټیشن ویشتلی و او د برښنا جریان بند شوی دی.