اسرائيل وايي وروسته تر هغه چې حماس د اوربند غزول رد او راکټي بريدونه پيل کړل، په غزې تړانګه کې يې نن يکشنبه خپل پوځي عمليات بيا پيل کړل.
په غزه کې دغه عمليات وروسته له هغې له سره پيل شول چې اسرائيل پرون په دې ځاى کې د خپلو پوځي عملياتو پر مهال ٢٤ساعته اوربند اعلان کړ.
خو حماس دغه ٢٤ ساعته اوربند رد کړ او په يوه اعلاميه کې يې وويل هر ډول ”اوربند چې په هغه کې د غزې له داخلي پولو د اشغالګرو سرتېرو ايستل شامل نه وي، ملکيان ونه توانېږي خپلو کورونو ته ستانه او ټپيان له سيمو وايستل شي د منلو وړ نه دى“.
اسرائيل ويلي وو د دې وقفې پر مهال به د حماس د پوځي تونلونو ويجاړولو ته ادامه ورکړي.
حماس تر دې مخکې هم پرون د څلورو نورو ساعتونو لپاره د ١٢ساعته اوربند له غزولو سره موافقه نه وه کړې.
په غزه کې تر زرو زيات کسان چې ډېرى يې ملکيان دي، د ١٩ ورځنۍ جګړې په جريان کې وژل شوي دي. په دې بهير کې د اسرائيل ٤٣ سرتېري او درې ملکيان هم وژل شوي دي.
د بشري حقونو ډلې وايي په غزه کې په وژل شويو او ټپيانو کې ٨٠فيصده ملکيان دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو مرستندوى صندوق يا يونيسف وايي د دې شخړې په بهير کې ١٩٢ ماشومان وژل شوي دي.
د اسرائيل امنيتي کابينې د شنبې په ماښام غونډه وکړه او د امريکا د بهرنيو چارو د وزير په مشرۍ يې پر اوږدمهاله اوربند د سلا کېدو لپاره پر نړيوالو هڅو بحث وکړ.
تر دې مخکې جان کري په پاريس کې د اروپايي ټولنې او منځني ختيځ د بهرنيو چارو له وزيرانو سره وکتل څو د جګړې دواړه لوري وهڅوي لنډمهاله اوربند تمديد کړي.
د فرانسې د بهرنيو چارو وزير لاوران فابيو له ښاغلي کري، دغه راز له خپلو بريتانوي، جرمني، ايټالوي، قطري او ترکي متحدانو سره تر کتنې وروسته پر ښکېلو خواوو ږغ وکړ چې د اوربند موده وغزوي:
”غونډه مثبته وه. موږ وانېدو په غزه کې د اوربند د ټينګېدو لپاره د نړيوال اقدام په باب پر ګڼو نظرياتو بحث وکړو. له ښکېلو خواوو غواړو چې روان اوربند تمديد کړي“
د ملګرو ملتونو د سرمنشي بانکي مون وياند په يوه اعلاميه کې وويل يوځل بيا له ټولو ښکېلو خواوو په عاجله توګه غواړو چې په غزه کې اووه ورځنى اوربند اعلان کړي.
په همدې حال کې پرون د اسرائيل په تل ابيب کې ښار په زرګونو اسرائيليانو په غزه کې د اسرائيل د پوځي عملياتو پرخلاف مظاهره وکړه.
اسرائيل وايي د دغو عملياتو هدف د سخت دريځو وسلوالو د راکټي حملو مخنيوى او د حماس د هغو تونلونو له منځه وړل دي چې د بريدونو لپاره ورڅخه استفاده کوي.