د دفاع وزارت له پوځي روزنیز مرکزه نن له زروڅخه زیاتو افسرانو او سرتیرو د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د کابل د پوځي رونیز مرکز قومندان جنرال امین الله پتیاني نن په کابل کې په یوې خبري غونډې کې وویل، فارغ شويوکسانوته په بیلابیلو پوځي برخو کې د کورنیو روزنکو لخوا روزنه وکړل شوې ده.
ښاغلي پتیاني دغو افسرانواو سرتیرو ته وویل:
"ګرانو سرتیرو او بریدملانو که د افغانستان په هرګوټ کې چې تاسو ته دنده درکول کیږي، په خپلو دندو کې باید د افغانستان خلکو ته صادق او وفادار ووسی. "
له دې مخکې هم له یاد شوي مرکز څخه زیات شمیر سرتېري او افسران فارغ شوي دي.