محقق: دواړو کاندیدانو موافقه کړې چې بایلونکي ته به د اجرایوي شورا ریاست ورکوي

د افغانستان د جمهوري ریاست کاندید عبدالله عبدالله دویم مرستیال وايي، دواړو کاندیدانو موافقه کړې چې بایلونکي ته به د اجرایوي شورا ریاست ورکوي.

محمدمحقق نن دا خبره له ازادۍ راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وکړه:

″پریکړه همدا ده هر ټیم چې بریالی وي ولسمشربه له هماغې ډلې وي او بایلونکي ټیم ته به اجرایوي شورا څوکۍ ورکوي او پروسیجر یې همدا دی چې کیدای شي ولسمشر یې اعلان کړي.″

خو د اشرف غني احمدزي ټیم وايي، تراوسه په دې اړه کومه موافقه له سیال لوري سره نه ده شوې.

ویل کیږي، که اشرف غني احمدزی بریالی شي احمدضیا مسعود به د اجرایوي ریاست دنده مخته بیايي او که عبدالله عبدالله ګټونکی شي دا پوست به زلمي رسول ته ورکړل شي.