د فوټبال د نړېوال جام سیالیو په نیمه وروستۍ لوبه کې چې په برازیل کې وشوه ارجنټاین، هالنډ ته څلور د دوه پر وړاندې ماتې ورکړه.
د لوبې په نوي دقیقو او همدارنګه په نیم ساعت اضافي وخت کې هیڅ یوه لوبډله ونه توانیده چې ګول ووهي.
په پنځو پنالټي ضربو کې ارجنټاین څلورګولونه ووهل، خو هالنډ له دوو ګولونو زیات ونه شو وهلای.
د فوټبال نړېوال جام په مخکینۍ نیمه وروستۍ لوبه کې، جرمني، کوربه هېواد برازیل ته اووه پر یو ماتې ورکړې وه.
وروستۍ لوبه چې د جولای په۱۳ مه نیټه د یکشنبې په ورځ کیږي جرمني له ارجنټاین سره لوبه کوي.