انټرنټ د ډېرو خلکو ژوند اسانه کړی دی، خو که څوک ترې ناسمه ګټه اخلي نو بدګڼې هم لري. په دې تاندې څانګې کې د یادې موضوع ترڅنګ افغانه نقاشه شمسیه حسني درپيژنو او پر فعالیتونو یې غږیږو.
په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې د مالوماتي ټيکنالوجۍ او مخابراتو پراختیا د پام وړ ده. د دې وزارت د مالوماتو له مخې نن سبا د افغانستان ۱۸ ولایتونو ته 3G چټک انټرنټ رسېدلی، چې د هېواد د ګاونډ یو شمېر هېوادونه یې لا نه لري او څه د پاسه ۵۰ ٪ افغانان انټرنټ کاروي.
نن سبا ګڼ خصوصاً ښاري ځوانان په خپلو کمپيوټرونو، آی پاډونو او موبایلونو کې انټرنټ کاروي. دوی له انټرنټه ډول ډول ګټه اخلي. څوک ملګرو ته برېښنالیک لېږي، څوک خپل درسي مالومات پکې مومي او څوک په ټولنيزو شبکو کې مصروفه دي.
ځينې ځوانان بیا په دې نظر دي، چې انټرنټ یې وخت او پېسې ورضایع کوي، ځکه یې له کارولو ډډه کوي.
د انټرنټ په نسبتاً عامېدو سره ځوانانو ټولنيزو شبکو لکه فیس بک، ټویټر او ګڼ شمېر نورو کې پخپل او یا په مستعار نوم په اصطلاح اکاونټونه، ګروپونه یا ډلې او پاڼې جوړې کړې، چې کله کله ترې ناسمه ګټه اخيستل کیږي او ځوانان منفي لارو ته راکاږي يا ځينې غیراخلاقي سایټونه شته چې ځوانان پرې اموخته او بې لارې کیږي. خو د افغانستان د مخابراتو او مالوماتي ټيکنالوجۍ وزارت ویاند نصرت رحيمي وايي چې دوی ټول غېراخلاقي او ځینې نور ناوړه سایټونه تړلي او پر چاڼولو یې لا هم کار روان دی.
رحيمي وايي چې په نږدې کلونو کې به ټول افغانستان ته انټرنټ ورسيږي او قیمتونه به یې هم ډېر راټيټ شي.
د کابل پوهنتون استاد او د ټولنيزو چارو یو ځوان کارپوه نجېب الرحمن صبوري وايي چې، که له انټرنټه سمه ګټه واخيستل شي نو یوه ستره علمي نړۍ ده. صبوري همدا راز وايي چې د غېراخلاقي ویبپاڼو تر څنګ یو شمېر نور سایټونه هم شته چې د ځوانانو تر منځ فکري اختلاف پېدا کوي، دی وايي له داسې ویبپاڼو دې هم ځوانان ځانونه وساتي.
شمسيه حسني (نقاشه)
د ټيکنالوجۍ پرمختګ که اسانتیاوې رامنځ ته کړې، نو یو څه یې د ژوند رنګ پیکه هم کړ. پخوا د خلکو تر منځ راشه درشه ډېر وو، خو اوس د انټرنټ او یا د موبایل له لارې ( ستړی مه شې، جوړ اوسې او بس...) لیده کاته نشته.
د حسني نقاشي:
حسني: ایرانیانو د نقاشی هنر د پاللو حق راڅخه اخيستی و
خو د پېغلې شمسیه حسني کار ژوند ته رنګ او خوند ورکول دي. هغه غواړي چې د خپل هېواد د جګړو لمبو وهلو دیوالونو باندې نقاشي وکړي. شمسيه حسني اوس مهال د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي استاده ده، ماشومتوب یې په ایران کې تېر کړی، ایرانیانو خو دا حق ترې اخيستی و چې خپل هنر وپالي، خو چې همت او حوصله وي نو ناکامي پخپله تښتي، دا وايي:
(له ماشومتوبه مې پېل کړی. هغه مهال موږ په ایران کې وو، په ښوونځي کې یې راته ویل چې ته افغانۍ یې او حق نه لرې چې په دغه رشته کې کار وکړې. خو ما هڅه کوله او له ځانه سره مې په کور کې کاوه. لس کاله پخوا چې کله افغانستان ته راغلم نو په کانکور ازموینه کې د ښکلو هنرونو پوهنځي ته وربریالۍ شوم. معاصرهنرونه مې پېل کړل او تر څنګ مې یې ګرافیټي یا دیوالي نقاشي هم پېل کړه له هماغه راهيسې ګرافیټي کار کوم.)
حسني مجبوره ده پر دېوالونو نقاشي وکړي، خو هغه یوه افغانه نجلۍ ده او په افغانستان کې نجلۍ ته د سړک پر غاړه یا د کوڅې په سر نقاشي کول!؟... شمسيه وايي:
(په کابل کې یوې نجلۍ ته دا ډېره ستونزمنه ده چې پر دیوالونو نقاشي وکړي. ځکه هلته خلک راټوليږي، پوښتنې کوي او سل نورو مشکلات پېدا کیږي. تاسې خو پوهیږئ چې افغانستان کې یوه نجلۍ په ښه زړه په ښار کې ګرځېدای نشي نو پاتې نقاشي... دغه کار ډېر وخت نيسي ځکه مجبوره یم چې نسبت کوڅو ته په سرپټو ځایونو کې ډېر کار وکړم، غواړم پر ورانو دېوالونو نقاشي وکړم او د جنګ نښې ترې پاکې کړم).
د شمسیه حسني زیاتره نقاشۍ چې ما وکتلې د مېرمنو وې، چې سترګې، پوزه او خوله به یې نه درلودل. ما وپوښتله چې داسې څه ولې نقاشي کوي او هدف یې څه دی، نو:
(زموږ په هېواد کې لومړني کسان چې له ډېرو محدودیتونو سره مخ دي هغه ښځې دی. همده علت دی چې غواړم ښځې نقاشي کړم. پخوا مې چادري لرونکي ښځې نقاشي کولې، د چادرۍ بڼه به مې یو څه وربدله کړه چې دوی قوي ښکاره کړم. اوس چې کومې مېرمنې نقاشي کوم هغوی چادري نه لري، خو سترګې یې پټې دي، لکه تاسې وویل پوزه اوخوله نه لري، غواړم دا ښکاره کړم چې ازادي د چادرۍ په غورځولو کې نده، که هر څو ظاهري ازادي ولري خو حس کولی یې نشي. کله چې په یوه ټولنه کې ښځه د برابري، د پریکړه کولو او د زده کړې حق نه لري، ولې په وړو مسایلو پسې وګرځو، باید لویو خبرو ته پام وکړو).
شمسیه حسني د ګرافيټي نقاشۍ تر څنګ په اصطلاح 3D نقاشي هم کوي، دا وايي چې لومړۍ افغانه ده چې په افغانستان کې 3D نقاشي کوي. حسني ګڼ شمېر هېوادونو ته سفرونه کړي او له هره هېواده یې له ځانه سره جایزې او ستاینلیکونه راوړي دي، ده وايي:
(په اسیايي هېوادونو کې هند ته څو ځلې د نندارتونونو او کانفرانسونو لپاره تللې یم. ایران، ویتنام، استرالیا، المان، سويس، امریکا او ځينو نورو هېوادونو کې مې په نندارتونونو کې ګډون کړی، ستاینلیکونه او جایزې مې تر لاسه کړي. وروستۍ سفر مې امریکا ته، زما له ورتګه مخکې په ځینو ورځپاڼو کې زما په اړه لیکنې خپرې شوې وې، نو چې زه ورغلم ډېره یې وهڅولم، زما کارونه یې وستایل، هغوی نه منل چې زه به یوه افغانه یم، خو زما په لېدو یې فکر بدل او او ټولو ما ته تحفې راکولې).
شمسيه حسني سره له ډېرو خنډونو او ستونځو بیا هم پخپل همت او هڅو ځان ثابت کړ، چې د سترو کارونو وړتیا لري.
دا خپرونه چې په کابل کې یې نورګل شفق جوړوي، هره شنبې او تکرار یې دوشنبې خپريږي، د ازادي راډيو په ویبپاڼه او فیس بک پاڼه یې هم اوریدلی او لوستلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5
د ځوانانو لپاره د ازادي راډیو ځانګړې خپرونه تاندې څانګې
www.azadiradio.com
که چېرې غواړئ موږ ته بریښنالیک راولیږئ نو پته ده:
ShafaqN@rferl.org