د ټيکنالوجۍ پرمختګ که اسانتیاوې رامنځ ته کړې، نو یو څه یې د ژوند رنګ پیکه هم کړ. پخوا د خلکو تر منځ راشه درشه ډېر وو، خو اوس د انټرنټ او یا د موبایل له لارې ( ستړی مه شې، جوړ اوسې او بس...) لیده کاته نشته.
خو د پېغلې شمسیه حسني کار ژوند ته رنګ او خوند ورکول دي. هغه غواړي چې د خپل هېواد د جګړو لمبو وهلو دیوالونو باندې نقاشي وکړي. شمسيه حسني اوس مهال د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي استاده ده.