فیفا: د امرخیل ځايناستی دې ژر معرفي شي

Afghanistan -- FEFA press conference in Kabul, 12 June 2014

فیفا یا د افغانستان د ازاداو او عادلانه انتخاباتو بنسټ د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون نه غواړي، چې ډیرژردې یو مناسب کس د دې کمیسیون د دارلانشا د مشر په توګه معرفي کړي.

د دې بنسټ مسئولین وایي، چې د دارالانشا د مشر نشتوالی ممکن د انتخاباتو د کمیسیون کارونه له ځنډ سره مخامخ کړي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون بیا وایي، چې د ضیاالحق امرخیل د ځای ناستي د معرفي کیدو په اړه خبرې له وخته مخکې دي، خو ډاډ ورکوي، چې په کارونو کې به یې خلا رامنځ ته نه شي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ وایي، چې د ضیاالحق امرخیل د ځای ناستي ژر معرفي کیدل به د انتخاباتو د بهیر په روانو چارو کې د ځنډ مخه ونیسي.

د دې بنسټ ویاند فهیم نعیمي د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا د مشر نشتوالی، ممکن د کمیسیون کارونه له ستونزو سره مخ کړي او نتیجو اعلان به له ټاکل شوو نیټو وځنډیږي:

″د دې لپاره، چې موږ او تاسو اوس له ټاکنو نه وروسته د رایو د راټولولو په پروسه کې یو، د نتایجو فورمې راځي له ولایتونو نه او دلته په سیستم کې داخلیږي، ډیره حساسه مرحله ده، چې قسمي او بیا وروسته ابتدایي نتایج د تقسیم اوقات په اساس اعلان شي، نو ډیر ضرور ګڼو، چې د امرخیل صاحب په ځای کوم کس، چې معرفي کیږي، ژر دې معرفي شي.″

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د دارالانشا مشرضیاالحق امرخیل د دوشنبې په ورځ وروسته له هغې استعفی وکړه، چې پرده د عبدالله عبدالله د ټیم له خوا په پرله پسې توګه د درغلیو تورونه پورې شول.

ښاغلي امرخیل د استعفی د اعلانیدو پرمهال په ځان لګیدلي تورونه رد کړل او زیاته یې کړه، چې دغه پریکړه یې د باور جوړولو او ملي ګټو په خاطر کړې ده.

ولسمشرحامد کرزي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر د امرخیل دغه پریکړه ستایلې او ویلې یې دي، چې له دې سره د انتخاباتو عادي بهیر ته زمینه برابره شوه.

تر اوسه معلومه نه ده، چې د انتخاباتو کمیسیون به څوک د دارالانشا د مشر په توګه ولسمشر حامد کرزي ته معرفي کړي، خو ددې کمیسیون ویاند نور محمد نور وایي، چې کارونه یې په سم ډول مخ ته ځي او تراوسه په کې کومه خلا نه ده راغلې:

د کمیسیون په کارونو کې به هیڅ ډول ځنډ نه شي راتلای، سیستم موجود دی او د سیستم له مخې کار دوام لري، که څوک دوه درې ورځې غیرحاضري کوي یا کوم کس استعفا کوي، په دې معنی نه ده، چې د انتخاباتو بهیر دې ودریږي، د اصولو له مخې ټول کارونه روان دي، موږ ژمن یو، چې له مهال ویش سره سم به نتیجې اعلان کړو، په دې اړه نورې خبرې له وخته مخکې دي.″

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د اصولو، دندو او صلاحیتونو د قانون له مخې، د یاد کمیسیون نهه غړي باید په ګډه یو کس د دارالانشا د ریئس په توګه غوره کړي او د تائید لپاره یې ولسمشر ته معرفي کړي.

په همدې حال کې د انتخاباتو ځينې څارونکي هم وایي، چې د انتخاباتو د بهیر ډیر کارونه د دارالانشا د ریاست له خوا تنظیمیږي او ښه ده، چې ډیر ژر د ضیاالحق امرخیل ځای ناستی معلوم شي.

راپور: اسدالله ″لودین″ - کابل