مصر د الجزیرې تلویزون خبریال ، چې په زندان کې يي اعتصاب کړی و، خوشې کړ

د مصر حکومت د الجزیره تلویزون خبریال عبد الله شامي چې له پینځو میاشتو راپدیخوا يي په زندان کې د نه خوړولو اعتصاب کړی و، خوشې کړ.

دا خبریال د تیرې اګسټ میاشت په ۱۴ نیټه هغه مهال چې پولیسو په قاهره کې له واکه د لیرې کړای شوي ولسمشرمحمد مرسي د پلویانو د لېرې کولو پر مهال نیول شوی و.