د افغان فوټبال ملي لوبډله به د دریم مقام د ترلاسه کولو لپاره د مالدیف سره لوبه وکړي

د افغانستان د فوټبال ملي ټیم نن شپه د اسیا چلنج کپ سیالیو کې د دریم مقام د ترلاسه کولو لپاره د مالدیف له ملي ټیم سره لوبه کوي.

د فوټبال فدراسیون د مطبوعاتو دفتر یو مسوول سیدعلي کاظمي له مالدیف نه ازادۍ راډیو ته وویل، دا لوبه د مالي په سټډيوم کې د افغانستان پر وخت د شپې په نهو بجو پيلیږي.

په دې لوبه کې به افغان روزونکی محمدیوسف کارګر د ټیم مشري په غاړه ولري.

افغان ټیم د سه شنبې په ورځ نیمه پایلوبه دوه پر صفر فلسطین ته بایلوده او کوربه مالدیف هم د فلیپين پر وړاندې درې پر دوه مات شو.