د افغانستان جمهوري رياست ته د كانديدانو د كمپاينونو په لړ كې محمود کرزي د عبدالله عبدالله، د ناصرو قوم او د لوګر د اسلامي انقلاب غورځنګ له اشرف غني احمدزي نه ملاتړ اعلان کړ.
د دواړو کاندیدانو ملاتړ کوونکو د دوشنبې په ورځ ویلي، چې د ښاغلی عبدالله او احمدزی پروګرامونو یې کتلي نوځکه ورسره یو ځای شوي دي.
د محمود کرزي په مشرۍ د ولس د پیاوړتیا بهیرپه دویم دورانتخاباتو کې له عبدالله عبدالله ملاتړ اعلان کړ.
د دغه بهیرمشرمحمود کرزي نن په کابل کې په همدې هدف جوړې شوې غونډې ته وویل، چې د ملي یووالي، سیاسي ثبات او اقتصادي پرمختګ په خاطر یې د اصلاحاتو او همپالنې له ټیم ملاتړ کړی:
″زه او زما ټیم د انتخاباتو په دوهم دور کې خپل ملاتړ له ښاغلي عبدالله عبدالله څخه اعلانوو، موږ د هغه له ټیمه حمایت کوو په ملي وحدت سیاسي ټینګښت او د افغانستان د سیاسي پرمختګ پر اصولو ولاړ دی.″
د افغانستان د جمهوري ریاست د دویم دورانتخاباتو کاندید عبدالله عبدالله هم له ښاغلي کرزي مننه وکړه، چې د ده له ټیم یې ملاتړ اعلان کړ.
ښاغلي عبدالله وویل، چې دی او ملاتړي یې د ګډو پروګرامونو او اهدافو د پوره کولو په خاطر هڅه کوي.
په عین حال کې د ناصرو قوم او د لوګر اسلامي انقلاب غورځنګ د دوشنبې په ورځ په کابل کې له ډاکټر اشرف غني احمدزی نه خپل ملاتړ اعلان کړ.
د ناصرو قوم مشر نجیب الله ناصری وویل، چې د اشرف غني احمدزي طرحې او برنامې یې خوښیې شوې نو ځکه ورڅخه ملاتړ کوي:
″موږ د ډاکټر صاحب له پروګرامونونه ملاتړ کوو ټول ناصر قوم چې په افغانستان کې موجود دي د هغه له پروګرامونونه ملاتړ کوي زه له دې سټیجه اعلان کوم چې ناصر قوم خپل ملاتړ د تحول او تداوم له ټیمه اعلان وي.″
د ناصرو د قومي شورا مشرانو له ښاغلي غني نه وغوښتل، چې د بریا په صورت کې د افغانانو ملي وحدت وساتي او تول هېواد کې امینت ټینګ کړي.
په دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته اشرف غني احمدزى هم وینا وکړه او ویې ویل چې او د اوسني حكومت پاليسي ناكامې دي
د افغانستان جمهوری ریاست دوهم دور انتخاباتو ته د کاندیدانو انتخاباتي مبارزې د جوزا لومړی نېټه پیل شوې او د همدې میاشتې تر یوویشتمې نیټې به دوام وکړي.
راپور: مرضیه احمدزی