دا، چې د دویم پړاو ټاکنو لپاره په رسمي ډول کمپاینونه پیل شوي،د یکشنبې په ورځ په ننګرهار کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي د دفتر لخوا هم د کمپاینونو پيل په رسمي غونډه وشو.
په یاده غونډه کې یو شمېر پيژندل شویو کسانو له ډاکټر اشرف غني احمدزی نه ملاتړ اعلان کړ، چې په دې کې یو شمېر دیني علما هم شامل دي.
ددغو علماو په استازولی مولوی محمد سمیع مواحد په خپلو خبرو کې وویل،چې د اسلام له نظره په ټاکنو کې ګډون د هر وګړي حق دی.
نوموړي وویل له ډاکتر اشرف غني څخه يې د ملاتړ پریکړه ځکه کړې،چې د هغه په موجودیت کې د اسلام او افغانستان ګټې خوندي دي:
"زموږ لپاره د داسې کس ضرورت دی،چې هغه د افغانستان او اسلام ګتي خوندي وساتي،نو ددې لپاره موږ دیني علماو اشرف غني احمدزی وړ کس وباله"
بلخوا په تېر پړاو ټاکنو کې د زلمي رسول کمپاینر او د ولسي جرګې غړي امیرخان یار وویل،دا ځل د ولس په خوښه ده او ملګرو يې په دویم پړاو کې له ډاکټر اشرف غني احمدزی نه ملاتړ اعلان کړ:
"په لومړي پړاو کې یا په خپله خوښه یا په ملګرتوب په ننګرهار کې زلمي رسول د کمپاین مسول وم،خو په دیم پړاو کې د زلمي رسول ټول کمپاینران،چې اصلي رایه هم دوی سره ده په دویم پړاو کې موږ د ولس په خوښه له اشرف غني نه حمایت کوو"
د ډاکټر اشرف غني احمدزی د کمپاین د سیاسي برخې سلاکار حاجي دین محمد له ګډونوالو مننه وکړه او په خبره يې هغه پروپاګنډا بېځایه وبلله،چې جهادي مشران او علما په کې نشته:
"ځینو خلکو د تحول او تداوم پر ټیم تور پورې کړی و،چې دوی سره جهادي مشران نه شته،علما نه شته،خو د حضرت صاحب،پيرصاحب او نورو مشرانو او دیني علماو په څير شخصيتونو ثابته کړه،چې دې ټیم سره د ټولو ملاتړ موجود دی"
دا،چې د لومړي پړاو په ټاکنو کې د ولسمشرۍ له نوماندانو دوه مخکښو نوماندانو ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزی پنځوس فيصده جمع يوه رايې ونه ګټلې انتخابات دويم پړاو ته وغزېدل.
د دويم ځلي انتخاباتو رسمي کمپاین د تېرې پنجشنبې په ورځ پيل شو او ټاکل شوې ده،چې د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنې د جوزا په څلرویشتمه نېټه ترسره شي.
ننګرهار ـ شاه محمود شینواری