د لیبیا پوځي سرچینې وايي چې په ختیځ ناآرام ښار بن غازي کې نن پنځه لیبیايي سرتېري له یاغیانو سره په نښته کې ووژل شول.
دا نښتې وروسته له هغه پیل شوې چې وسله والو یاغیانو په دې ښار کې د امنیتي ځواکونو پر قرارګاه برید وکړ. پوځي چارواکي وايي چې خاصو ځواکونو څه باندې یو ساعت له هغو وسله والو سره چې سهار وختي یې د دوی پر قرارګاه برید وکړ، نښته وکړه.
دا جګړه څو ورځې وروسته له هغه کېږي چې یوه ځان وژونکي په بن غازي کې خپل مینی بس د یوه پوځي کمپ مخې ته والوزاوه او دوه کسان یې ووژل.
د لیبیا مرکزي حکومت هڅه کوي په بن غازي کې بېلابېلې وسله والې ډلې تر خپلې ادارې لاندې راولي.