​د کرکټ ملي ټيم نن د متحده عرب اماراتو ټيم ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په مالیزیا کې د اسیايي شورا د پریمیر لیګ سیالیو په لړ کې نن د متحده عربي اماراتو ټیم ته ماتې ورکړه.

د افغانستان ټیم لومړی لوبه پیل کړه او متحده عربي اماراتو ته یې د ۳۰۳ منډو هدف وټاکه، خو اماراتو ورکړل شوی هدف پوره نشو کړای او په 45 اوورونو کې یې ټول لوبغاړي په داسې حال کې وسوځېدل چې یوازې ۲۳۲ منډې یې کړې وې.

افغانستان پرون د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې هانګ کانګ ته په ۶ ویکټو او ۴۱ منډو ماتې ورکړه.