اشرف غني احمدزي وايي، که ولسمشر شو نو په اساسي قانون کې به بدلون راولي

د افغانستان د ولسمشرۍ کانديد اشرف غني احمدزي وايي، که ولسمشر شو نو په اساسي قانون کې به بدلون راولي او د ولسمشرۍ د مرستيالانو شمېر به ۴ ته زيات کړي.

اشرف غني احمدزي پرون په خپل کور کې له يو شمېر مشرانو او سپين ږيرو سره په کتنه کې وويل چې د لنډ مهال لپاره په پام کې لري چې د مشر وزارت چوکۍ رامنځته کړي چې واک او صلاحيت يې د ولسمشر د مرستيالانو هومره وي او د دې لپاره چې د ده په دوو مرستيالانو کې تاجک نشته، دا چوکۍ به يوه تاجک ته ورکړي.

ده په عين حال کې وويل چې حکومت به يې د ټولو قومونو په ګډون د لياقت، ملي وحدت او افغانيت پر اساس وي نه د قوميت له مخې.

د ولسمشر بل کانديد عبدالله عبدالله هم ويلي چې د اساسي قانون د تعديل غوښتونکي دي.