جوبایډن: امریکا د اوکراین له اقتصاد سره مرستې ته چمتو دی

د امریکا مرستیال ولسمشرجوبایډن کیف ته د خپل سفر پر مهال ویلي، چې متحده ایالات د اوکراین له اقتصاد سره مرستې ته چمتو دی، خو د ده په وینا د فساد سرطان په وړاندې د مبارزې په برخه کې باید لا ډیر کار وشي.

بایډن ویلي، چې اوکراین له سپکاوي ډکو ګواښونو او ویروونکو ستونزو سره مخامخ دی او زیاتوي چې امریکا تیاره ده چې د اوکراین له مشرانو سره د ملي یووالي او د انرژۍ خپلواکۍ په برخه کې مرسته وکړي.

په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د اوکرایین او روسیې ترمنځ شخړې روانې دي، دغه امریکایې چارواکي د دوه ورځني سفر لپاره پرون کیف ته ورسید چې له دغه هېواده د امریکا ملاتړ څرګند کړي.

جو بایډن د اوکراین پارلمان ته په وینا کې وویل، د مې د ۲۵ نیټې د ولسمشرۍ انتخابات به د دغه هېواد په تاریخ کې ترټولو مهم وي.

نوموړي دغه راز د اوکراین له سرپرست ولسمشر الکساندر تورچینوف سره ولیدل او په پام کې لري چې له صدراعظم ارسیني یاڅینیوک سره هم خبرې وکړي.

تمه ده بایډن له اوکرایین سره د امریکا د تخنیکي مرستو اعلان وکړي، چې تر ډیره به پر انرژۍ او اقتصادي مرستو متمرکزې وي.