د امريکا، روسيې، اوکراين او اروپايي ټولنې جګپوړيو چارواکو په جينوا کې خبرې پيل کړې

د امريکا، روسيې، اوکراين او اروپايي ټولنې جګپوړيو چارواکو په جينوا کې خبرې پيل کړې دي، څو د اوکراين د شخړو مخه ونيول شي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف، د اوکراين د بهرنيو چارو وزير اندري ديشڅيا، د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري او د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګ لارې مشره کاټرين اشټن په دې غونډې کې سره يوځاي شوې دي.

جينوا ته له رسيدو سره سم د اوکراين د بهرنيو چارو سرپرست وزير وويل، چې دي به له مسکوه وغواړي چې په اوکراين کې د ترورستانو له ملاتړه لاس واخلي او لکه څرنګه چې ناټو وايي، د اکراين له سرحده دې خپل څلويښت زره پوځيان په شا کړي.

ديشڅيا زياته کړه، چې له مسکو سره د خبرو هرکلي کوي، خو روسيه بايد دوي ته لارښوونه ونه کړي چې د اوکراين چارې داسې مخته يوسي يا هغسې.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين دا ادعاوې يو مخ بې بنسټه وبللې چې ماسکو د اکراين په ختيځ کې د بيلتون غوښتنې په روانو ناکراريو کې لاس لري.پوتين نن د سوال- ځواب خپرونې ته چې د کال يو ځل د تلويزيون له لارې خپريږي، وويل:

« د"چټيات دي. روسي واحدونه د اوکراين په ختيځ کې نشته. هلته د روسيې استخباراتي څانګې نشته، هلته روسيي روزل شوي سياستوال نشته.

دغه ټول سيمه ييز خلک دي. د دې ښه ثبوت هغه خلک دي چې له خپلو مخونو خپل ماکسونه لرې کوي. ما خپلو غربي متحدانو ته وويل چې دا خلک هيڅ ځاي نه لري چې هلته ولاړ شي او دوي به له دې سيمې بل ځاي ولاړ هم نه شي"


د روسيې ولسمشر څرګنده کړه چې د اکراين په ختيځ کې خلک خپل راتلونکې ته وروسته تر دې اندښمن شول چې د اساسي قانون برخلاف په اکراين کې کودتا وشوه.

پوتين زياته کړه چې په سيمه کې د ملکي خلکو پرضد له ټانکونو او جنګي الوتکو استفادې هم خلک انديښمن کړې دي او دا د کييف د چارواکو يو جدي جنايت دي چې ترسره کوي يې.

پوتين وويل، روسيې نه غوښتل چې کريميا له خپلې خاورې سره يوځاي کړي. ده وويل چې د روسيي ژبو پر ضد جدي ګواښونو ماسکو اړ ايست چې دا کار وکړي.

پوتين دا ومنله چې کله د مارچ په مياشت کې کريميا له روسيې سره د نظرپوښتنې پر مهال يوځاي کيدله روسيي ځواکونه د خلکو د ساتنې لپاره د هغوي تر شا ودريدل.