ایران د ملګرو ملتونو له کمېټې څخه د ځانګړي غونډې غوښتنه وکړه

وروسته له هغه چې د امریکې متحده ایالاتو په ملګرو ملتونو کې د تهران نوي ګمارل شوي استازي ته د ویزې د نه ورکولو اعلان وکړ، ایران د ملګرو ملتونو له کمېټې څخه د ځانګړي غونډې غوښتنه وکړه.

واشنګټن د اپریل پر یوولسمه ویلي وه، چې دوی به حمید ابوطالبي ته له دې کبله ویزه ورنه کړي، چې هغه په ۱۹۷۹ او ۱۹۸۱ کلونو کې په تهران کې د ۵۲ امریکایانو د برمته نیولو په پیښه کې لاس درلود.

هغه مهال یو شمېرایراني تندلارو زده کوونکو په تهران کې د امریکې سفارت نیولی وو او دوه پنځوس امریکایېان یې ۴۴۴ ورځي برمته کړې وه.

ابو طالبي ویلي، چې ده هغه وخت یوازې د یوه ترجمان په حیث کار کاوه.

ایران له کوربه هېواد سره د ملګرو ملتونو د اړیکو د کمېټې د یوې غونډي غوښتنه کړې.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند له قوله ویلي چې د شکایتونو د ارزوني رسمي میکانیزم فعاله شوی او دده په وینا اوس به دغه قضیه څیړي.