کندز: چاودنې ٣ کسان ووژل، رايو ٨ صندوقونه له منځه يووړل

د کندز په خان اباد ولسوالۍ کې په چاودنه کې د رايو صندوقونه له منځه تللي او ۳ تنه وژل شوي دي.

د خان اباد ولسوال حیات الله امیري له آزادۍ راډیو سره په خبروکې وویل چې په یو پيک آپ ډوله موټر کې د رايې اچونې د دوو مرکزونو ۸ صندقونه بار وو چې د ولسوالۍ مرکز ته انتقالېدل، چې د دغې ولسوالۍ د آقتاش په سیمه کې د سړک د غاړې پر ماين وربرابر شو.

دى وايي په پېښه کې موټرچلوونکى، د انتخاباتو يو کارکوونکى او يو پوليس وژل شوي او د ٨ صندوقونو راى پاڼې له منځه تللي دي.

د کندز د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر حمزه احمدزي پر پېښه خواشيني وښوده.

دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې د شنبې په ورځ د هیواد په کچه ټولټاکنې پرته له کومې لويې پېښې په ارامه فضا کې ترسره شوې چې خلکو په کې په پراخه پیمانه په کې ګډون کړی و.

اجمل آرین/آزادۍ راډیو/کندز