د بې پولې خبريالانو ټولنه وايي د راتلونکو انتخاباتو په درشل کې افغاني رسنۍ په لومړۍ کرښه کې دي.
د دې ټولنې غړو تېر ميلادي کال د افغانستان څو شمالي ولايتونو لکه پروان، کاپيسا او پنجشېر ته سفر کړى او نتيجه يې په يوه مفصل راپور کې خپره کړې ده.
د بې پولې خبريالانو ټولنه وايي له غيريقيني حالت او خطرونو سره سره به په افغانستان کې محلي رسنۍ د انتخاباتو په شپه د معلوماتو او خبرونو په خپرولو کې مهم نقش ولري.
د دې ټولنې عمومي منشي کريستوف دلوا ويلي، په راتلونکو انتخاباتو کې چې د درغلۍ او فساد احتمال په کې شته، رسنۍ به په خلکو کې د معلوماتو د باوري سرچينې په توګه خپل مهم نقش ولوبوي.
ټاکل شوې د افغانستان د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو انتخابات د وري يا حمل پر شپاړسمه وشي.
تر دې مخکې د افغانستان د خپلواکو خبريالانو ټولنې اندېښنه ښوولې وه، چې د انتخاباتو په رانژدې کېدو سره د خبريالانو په وړاندې تاوتريخوالى زيات شوى دى.
د دې ټولنې مشر خپلواک ساپي په وروستيو کې په کابل کې د يوه سويډني خبريال وژنې ته هم اشاره وکړه. ده وويل چې د خبريالانو د وژنې يوه قضيه هم نه ده تعقيب شوې.
د بې پولې خبريالانو ټولنه وايي له ٢٠٠٢م کال راهيسې په افغانستان کې لږ تر لږه ١٩ خبريالان د خبريالۍ پر مهال وژل شوي دي.
دغې ټولنې ويلي هغه کسان چې د خبريالانو په وړاندې په تاوتريخوالي او شکنجې تورن دي، نه دي مجازات شوي او دا مسئله يې غندلې ده.
افغان حکومت د مطبوعاتو ازادي خپله لويه لاسته راوړنه ګڼي او وايي رسنيو ته يې هر ډول اسانتيا برابره کړې ده.
خو شکايت کېږي چې افغان حکومت د افغان خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي يوه قضيه هم هغسې چې ښايي نه ده تعقيب کړې.