پکتيا : ” همدرد مشخص کانديد ته کار کوي “

پکتيا والي

په پکتيا کې د ولسمشرۍ کانديدانو استازو او ملاتړو د ياد ولايت د والي جمعه خان همدرد پر ضد خبري ناسته کې وويل چې والي يې يې د يو مشخص کانديد به ګټه ټول حکومتي امکانات کاروي، نور حال يې له سيمې زموږ د همکار داود تپان په راپور کې .

په ګردېز کې د ولسمشرۍ د کانديدانو استازو او ملاتړو په يوه خبري ناسته کې وويل چې د دې ولايت والي جمعه خان همدرد د يو کانديد په ملاتړ د ولايت ټول امکانات کاروي.

په دې خبري غونډه کې د ولسمشرۍ د کانديدانو ډاکټر اشرف غني احمدزي، عبدالله عبدالله، قطب الدين هلال او عبدالرب رسول سياف استازو او ملاتړو ګډون کړی وو.

دوی ټولو په يوه خوله وويل چې والي جمعه خان همدرد د ولسمشرۍ د نوماند زلمي رسول له پاره د ولايت په مقام کې د ننه په رسمي وخت کې غونډې جوړوي او قومي مشران د خپل کار په ځای کې دې ته هڅوي چې د ده د خوښې کانديد له پاره کار وکړي.

دوی وويل چې که چېرته مرکزي حکومت او د ټاکنو د شکايتونو کميسون نوموړی مجازات او له دندې ګوښه نه کړي، په پراخو لاريونونو به لاس پورې کړي:

اولين خواهش دا دی چې زموږ غږ د دې مطبوعاتو له لارې ټول افغانستان ته ورسيږي، چې په ټاکنيزو مسلو کې د چارواکو مداخله زهر مطلق دی

خوموږه چې په دې وروستيو ورځو کې چې وينو، د بعضې دولتي چارواکو له خوا نه په دولتي تالارو کې، د ولايت په مقام کې د يو مشخص کانديد له پاره غونډې کيږي او کميسونونه ورته ټاکل کيږي او قومي مشرانو ته وايي چې د يو مشخص کانديد ملاتړ وکړي
او که څوک د خپل امر فرمان ماتوي لکه دا اوس يې چې جمعه خان همدرد د ولسمشر فرمان ماتوي دا به په يو نه يو ډول اشتباه وي

دوی د ټاکنو د شکايتونو کميسون په مشرتابه او افغان ولسمشر غږ وکړ چې له قانون څخه د دې سرغړونې مخنيوی وکړي او د دوی د شکايت عاجله برسي وکړي او د ولسمشر فرمان تطبيق کړي.
د پکتيا د والي جمعه خان همدرد وياند روح الله سمون ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل چې همدرد نه د چا ملاتړ کړی او نه د چا په ملاتړ غونډه او دوی قانون ته ژمن دي :

دا به يوه بې ثبوته ادعا وي او هېڅوک نه شي کولای داسې کار وکړي او موږ خپلې وعدې ته ژمن يو او والي صاحب د چا له پاره نه غونډه کړې او نه يې ملاتړ کړی

د ولسمشرۍ د کانديدانو ولايتي استازي او ملاتړي په پکتيا کې دا خبري ناسته په داسې حال کې ترسره کوي چې څو ورځې وړاندې دمدني ټولنو فعالانو او قومي مشرانو هم له رسنيو سره په خبرو کې ويلي وو چې والي يې د ولسمشر فرمان ته احترام نه کوي او د ولايت په ودانۍ کې د مشخص کانديد په ګټه غونډې جوړوي.

راپور – داود تپان– پکتيا