د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري پرون روسیې ته خبرداری ورکړ چې که په اکراین کې پوځي مداخله وکړي، دا به یې ستره تیروتنه وي.
کري په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، روسیې په کراتو کراتو په لیبیا، سوریې او نورو ځایونو کې د بهرنۍ پوځي مداخلې په وړاندې مخالفت څرګند کړی او دا به ورته مهمه وي چی د اکراین په اړه هم همدغه خبرداری په پام کې ونیسي.
تردې مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپلو وسله والو ځواکونو ته امر وکړ، چې د د روسیې په لوېدیځو پولو کې پوځي تمرینونه وکړي.
د روسیې دفاع وزیر وویل، په دې پوځي مشق کې شاوخوا یو نیم لک روسي پوځیان، ۸۸۰ ټانکونه، ۹۰ الوتکې او ۸۰ جنګي بېړۍ برخه اخلي.
د اکراین پرمسلې د ناتو د دفاع وزیرانو هم پرون په بروکسل کی خبرې وکړې.
د ناټوعمومي منشي اندریس فوګ راسموسن وویل، دغه سازمان د اکراین ملاتړ کوي:
(د ناتو غړي به د اکراین د ملي حاکمیت او خپلواکۍ ملاتړ ته دوام ورکړي.
موږ به د اکراین د مځکنۍ بشپړتیا او ډیموکراتیکو بدلونو ملاتړ وکړو او موږ به د پولو د مصونیت د اصل پلوي وکړو.)
ناټو دغه راز په یوه اعلامیه کې د اوکراین وسله وال ځواکونه په دې ستایلی چې د هېواد په سیاسي کړکیچ کې یې لاس وهنه ونه کړه.
د اوکراین د سیاسي بحران په نتیجه کې ولسمشر ویکتور یانوکوویج له کییفه تیښتې ته مجبوره شو او پخوانيو مخالفو سیاستوالو د اوکراین د حکومتي ادارو واک په لاس کې واخیست.