القاعده شبکې له دوو ډلو سره چې په سوریه کې جنګیږي خپلې اړیکې شلولي

القاعده شبکه هڅه کوي چې؛ د سوریې په جګړو کې له ښکیلو ډلو څخه ځان لېرې وساتي او وایي، په دې هېواد کې له خپلې یو تړلې ډلې سره یي اړیکې شلولې دي.

القاعده شبکې د دوشنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې وویل، په عراق او شام کې د اسلامي دولت له ډلې سره یي اړیکې قطع کړي دي.

القاعده شبکه وایي، وروسته له هغې چې د ابوبکر البغدادي په مشرۍ د عراق او شام اسلامي دولت ډلې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهرې اوامر ونه منل، له دغې ډلې سره یي خپل ټول اړیکې وشلول.

د القاعده شبکې اعلامیه په هغې ویب پاڼه کې خپره شوې چې دا شبکه ورڅخه تل د خپلو تبلیغاتو او معلوماتو خپرولو په مقصد کار اخلي، خو مستقلو منابعو تر اوسه نه ده تائید کړې.

اسوشئتدپرس اژانس لیکي: ایمن الظواهرې تیره میاشت د عراق او شام اسلامي دولت ډلې ته امر کړی و، چې د سوریې په جګړو کې له ښکیلې ډلې جبهته النصره څخه چې مشر یي محمد الجولاني دی، ځان لېرې وساتي او په مستقل ډول دې فعالیت وکړي. خو البغدادي د الظواهري دا امر عملي نه کړ او دواړه ډلې یي سره یو ځای یعنې یو په بل کې مدغمې کړي.

البغدادي ویلي، چې جبهته النصره په سوریه کې د عراق او شام اسلامي دولت رسمي څانګه ده.

القاعده شبکې په اعلامیه کې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوې، ویلي:

"د عراق او شام اسلامي دولت ډله له دې شبکې سره کومه اړیکه نه لري او دا چې دوي یي په جوړیدو خبر نه وو، دا ډله یي نه ده منلې."

القاعده شبکې دا هم ویلي چې؛ د عراق او شام اسلامي دولت د ډلې د اعمالو مسولیت نه مني.

په سوریه کې ځینو مخالفو ډلو په لومړي سر کې د جهادي ډلو ملاتړ وکړ، خو وروسته یي چې کله پر ملکیانو او رقیبو ډلو د هغوي حملې وکتلې، د جهادي ډلو پر ضد یي سخت غبرګون ښکاره کړ.

د عراق او شام اسلامي دولت ډله په دې وروستیو کې د سوریې په رقعه ښار واکمنه شوه او د دې ښار پر اوسیدونکو یي د اسلامي شریعت سخت مقررات وضعه کړل. د دې ډلې وسله والو د ښار له ښځینه اوسیدونکو وغوښتل چې نقابونه باید واغوندې. دوي دغه راز د سګرټو او تنباکو پیریدل او پلورل منع اعلان کړل او د جمعې په لمانځه کې یي د خلکو ګډون جبري کړ.

د دغې ډلې او د سوریي د نورو مخالفو ډلو ترمنځ نښتو کې له ۱۴۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي دي.