وسلوالو کسانو نن شپه په هرات کې د جمهوري رياست د کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله د کمپاين دوه کارکوونکي په ډزو ووژل.
دغه کسان په داسې حال کې وژل کېږي چې تېره شپه د راتلونکو ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره کمپاينونه په رسمي ډول پيل شول.
د ښاغلي عبدالله وياند فاضل سنچارکي وويل، چې وسلوالو کسان د هرات لپاره د دې کانديد د کمپاين مسوول داکټر احمد همدرد او د هغه بل ملګرى شجاع الدين وژلي دي.
د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالروف احمدي هم دغه پېښه تاييد کړې ده.
سنچارکي وويل چې همدرد د جمهوري رياست په تېرو انتخاباتو کې هم د ډاکټر عبدالله د انتخاباتي کمپاين مسوول و.