محمد شفیق ګل آغا شېرزی

محمد شفیق ګل آغا شیرزی د حاجي عبداللطیف زوی په ۱۳۳۳ لمریز کال کې په کندهار کې زېږېدلی دی.

لومړنۍ زده کړې یې د کندهار د مشرقي په لېسه او لوړې زده کړې یې په عالي دارالمعلمین کې سره ته رسولې دي.

محمد شفیق ګل آغا شېرزی د جهاد پر مهال په کندهار کې یو جهادي قومندان او د اسلامي ملي محاذ ګوند غړی و.

دی د نجیب الله د حکومت تر سقوط وروسته د کندهار والي و ټاکل شو. خو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د پاکستان کوټې ښار ته مهاجر شو.

نوموړي د طالبانو تر سقوط وروسته بیا هم د کندهار د والي، د فواید عامې د وزیر، د ننګرهار د والي او د ولسمشر د سلاکار وزیر په توګه دندې تر سره کړې دي.

محمد شفیق ګل آغا شېرزی د ۲۰۰۹ میلادي کال په ولسمشریزو انتخاباتو کې د ولسمشر حامد کرزي په ګټه تیر شو.

دی د ۱۳۹۲ لمریز کال د ولسمشرۍ انتخاباتو ته هم کاندید دی، لومړى مرستیال یې سید حسین عالمي بلخي او دويم مرستیال یې محمد هاشم انصاري دی.

محمد شفیق ګل آغا شېرزی په پښتو، دري، اردو او انګلیسي ژبو خبرې کولای شي.