عبدالرحیم وردګ په ۱۳۲۴ لمریز کال کې په وردګو کې زېږېدلی دی. نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې د کابل په حبیبیې عالي لېسه کې او لوړې زده کړې یې په حربي پوهنتون کې تر سره کړې دي.
ښاغلي وردګ دغه راز په امریکا او مصر کې په پوځي برخه کې زده کړې کړي او د کاناډا له پوځي پوهنتون څخه یې هم په پوځي علومو کې یوه افتخاري دوکتورا ترلاسه کړې ده.
عبدالرحیم وردګ له ۱۳۵۵ نه تر ۱۳۵۷ لمریز پوري په هند کې د افغانستان په سفارت کې پوځي اتشه و.
ښاغلي وردګ په ۱۳۶۰ کال کې په پيښور کې د مجاهدینو له تنظیمونو سره یو ځای شو او بیا وروسته د پير سید احمد ګېلاني په مشرۍ د ملي محاذ ګوند پوځي مرستیال و ټاکل شو. په ورته وخت کې د مجاهدینو د پوځي کمېټې غړی او ویاند و.
وروسته تر دې چې مجاهدینو کابل و نیوه، ښاغلی وردګ د افغانستان د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز په توګه و ټاکل شو.
عبدالرحیم وردګ په کال ۱۳۸۲ کې د دفاع وزارت لومړۍ مرستیال و ټاکل شو او له ۱۳۸۳ څخه تر ۱۳۹۱ پوري د دفاع وزیر و. خو په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د ولسي جرګې لخوا سلب صلاحیت شو او بیا وروسته د شا و خوا یوه کال لپاره په دفاعي چارو کې د ولسمشر حامد کرزي سلاکار و ټاکل شو.
د ۱۳۹۳ لمریز کال د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره کاندید عبدالرحیم وردګ د ولسي جرګې پخواني غړي شاه عبدالاحد افضلي او سید حسین انوري خپل لومړى او دویم مرستیالان ټاکلي دي.
دی په پښتو، دري او انګلیسي ژبو روانې خبري کولای شي او درې زامن لري.