عبدالقیوم کرزی په ۱۳۲۶ لمریز کال کې د کندهار د کرز په نامه کلي کې زیږیدلی دی. پلار یې عبدالاحد کرزی یو با نفوذه قومي مشر او د ظاهر شاه په دوره کې د ملي شورا غړی و. عبدالقیوم کرزی د اوسني ولسمشر حامد کرزي ورور دی.
عبدالقیوم کرزی خپلې لومړنۍ زده کړې د کندهار په کرز او میرویس خان نیکه ښوونځیو کې سرته رسولي دي او لوړي زده کړې یې د سیاست او اقتصاد په رشته کې په امریکا کې کړي.
عبدالقیوم کرزی په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د افغانستان په اړه د بن په کنفرانس او دغه راز د اضطراري لویې جرګې، د اساسي قانون لویې جرګې، له امریکا سره د ستراتیژيک تړون او د سولې مشورتي جرګې او دغه راز د ۲۰۱۳ میلادي کال د مشورتي لویې جرګې غړیتوب درلود.
ښاغلی کرزی په ۱۳۸۴ لمریز کال کې په ولسي جرګه کې د کندهار ولایت استازی و ټاکل شو خو وروسته یې بیا له خپلې دندې استعفا ورکړه.
عبدالقیوم کرزی افغانستان ته تر راتګ مخکې تجارت کاوه او اوس هم په امریکا کې څو رستورانتونه لري.
عبدالقیوم کرزی د ۱۳۹۳ لمریز کال ولسمشریزو انتخاباتو لپاره کاندید دی. د کانونو پخوانۍ وزیر وحیدالله شهراني یې لومړۍ او ابراهیم قاسمي یې دوهم مرستیال دی.