محمد اشرف غني احمدزی د شاه جهان احمدزي زوی، په ۱۳۲۸ لمریز کال کې په کابل کې زېږېدلی دی. اصلي ټاټوبى یې د لوګر محمد آغه ولسوالي ده.
ښاغلي احمدزي د کابل په استقلال او حبیبیې لېسو کې زده کړې کړې دي.
محمد اشرف غني احمدزی د بیروت په امریکایي پوهنتون کې د سیاسي علومو په برخه کې د لیسانس او ماسټرۍ په سطحه لوړي زده کړي کړي.
دوهمه ماسټري یې د نړیوالو اړیکو په برخه کې د امریکا له کولمبیا پوهنتون څخه تر لاسه کړې او وروسته یې په یاد پوهنتون کې د وګړپوهنې په برخه کې د دوکتورا په سطحه زده کړې کړي دي.
محمد اشرف غني احمدزی په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ میلادي کلونو کې د امریکا له سکرانټن او د کاناډا له ګلف پوهنتونونو څخه دوې افتخاري دوکتوراوې هم تر لاسه کړې دي. دغه راز د پاکستان په کراچۍ او لاهور ښارونو کې یې د یوه کال لپاره د نبوي سیرت زده کړې هم کړي دي.
محمد اشرف غني احمدزی له هیواد څخه بهر د ډنمارک په اورهوس، د امریکا په بیکلي او جانز هوپکنز پوهنتونونو کې استاد و او لس کاله یې د نړیوال بانک د پالیسۍ او ستراتیژۍ جوړولو په برخه کې کار کړی دی.
محمد اشرف غني احمدزی د طالبانو تر حکومت وروسته د یوې مودې لپاره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي لخضر ابراهیمي سلاکار هم و.
نوموړی په انتقالي حکومت کې لومړى د ولسمشر ځانګړی سلاکار او بیا د مالیې وزیر و ټاکل شو.
د اسلام د مبین دین نفاذ، د ښځو حقوق او ټولنیز عدالت، په قبایلي ټولنه کې د اسلام او دولت جوړول او د اسلامي شریعت په محکمه کې د شخړو هواري په اسلامي علومو کې د ښاغلي احمدزي څیړنیز آثار او لیکنې دي.
د افغانستان معاصر ادبیات، د افغانستان څلورسوه کلن تاریخ، ناکام دولتونه او د هغوى د کاميابۍ تګلاره او د عادلانه نظام لاره هم د ښاغلي احمدزي له څیړنیزو آثارو څخه دي.
محمد اشرف غني احمدزی لومړۍ ځل په دوه زره نهم میلادي کال کې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ځان کاندید کړ او د رایو د شمیر له پلوه څلورم کس و.
محمد اشرف غني احمدزی د ۱۳۹۳ لمریز کال ولسمشریزو انتخاباتو ته هم کاندید دی. جنرال عبدالرشید دوستم یې لومړی مرستيال او سرور دانش یې دويم مرستیال دی.