محمد داود سلطان زوی

محمد داود سلطان زوی په ۱۳۳۱ لمریز کال کې په غزني کې زیږیدلی او خپلې لومړنۍ زده کړې یې د کابل په حبیبیې لیسه کې په ۱۳۴۸ لمریز کال کې سرته رسولي دي.

محمد داود سلطان زوی لوړي زده کړي د کابل پوهنتون د انجینیرۍ په پوهنځي کې بشپړي کړي دي.

نوموړي دغه راز د امریکا د هوانوردۍ په اداره کې د پيلوټۍ زده کړې کړي او اته کاله یې په آریانا افغان هوایې شرکت کې دنده تر سره کړې ده.

پر افغانستان د شوروي اتحاد تر یرغل وروسته محمد داود سلطان زوی لومړی په عربستان کې د پيلوټ او استاد په توګه استخدام شو او وروسته بیا د امریکا په یونایټډ هوایې شرکت کې د استاد او کارکونکي په توګه و ګمارل شو.

په ۲۰۰۱ میلادي کال کې پرافغانستان د امریکا تر یرغل وروسته ښاغلی سلطان زوی بیرته افغانستان ته ستون شو.

محمد داود سلطان زوی په دوه زره دوهم میلادي کال کې یې د اضطراري لویې جرګې غړیتوب درلود.

ښاغلی سلطان زوی له دوه زره پینځم میلادي کال څخه تر دوه زره نهم میلادي کال پوري په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازی و او په دې جرګې کې یې د اقتصادي کمیټې ریاست په غاړه درلود.

محمد داود سلطان زوی د دوه زره لسم کال په انتخاباتو ولسي جرګې ته لاره پيدا نه کړه.

د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته احمد فرید فضلي د سلطان زوی لومړی مرستیال او کاظمیه سادات محقق یې دویمه مرستیاله ده.