د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې یو طالب قومندان له ۵ ملکرو سره وژل شوی

د ننګرهار ولایت چارواکي وایي؛ افغان او نړېوالو امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو قومندان له پنځو ملګرو سره یې ووژل.

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدالزي آزادۍ راډیو ته وویل چې؛ دا پیښه په لعل پورې ولسوالۍ کې شوې.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.