"د کابل او واشنګتن ترمنځ د امنیتي تړون د لاسلیکیدو د ضرب الاجل نیټه ښایي تمدید شي"

سپینه ماڼۍ وایي، د کابل او واشنګتن ترمنځ د امنیتي تړون د لاسلیکیدو د ضرب الاجل نیټه ښایي د جنوري میاشتې ته تمدید شي.

د سپینې ماڼۍ د ویاند مرستیال چاش ارنیست پرون په واشنګتن کې خبریالانو ته وویل:

«زموږ په نظر دا داسې یو سند دی چې؛ باید ژرترژره لاسلیک شي او د روان کال تر پایه لاسلیک شي، څو موږ د پلان جوړولو مهم بهیر پیل کړو، تاسو که پوښتنه وکړئ: که دا تړون دې د جنوري په لسمه لاسلیک شي، ستره ستونزه به رامنځته شي؟

ښایي ستونزه به نه وي. اساسي او ستره ستونزه به هغه وخت راپیدا شي چې د دې تړون لپاره سمدستي اقدام ونه شي»


مخکې امریکایي چارواکو ویلې و که دا امنیتي تړون د روانې میاشتې تر اخره لاسلیک نه شي دوی به دې ته اړ شي چې خپل ټول ځواکونه د راتلونکې کال تر پایه له افغانستانه وباسي.