د شاوخوا ۷۰ هېوادونو مشران به د منډیلا ته د درناوي په مراسمو کې ګډون وکړي

تمه ده چې؛ د شاوخوا ۷۰ هېوادونو مشران نن د جنوبې افریقا مشر نیلسن منډیلا ته د درناوې په مراسمو کې ګډون وکړي.

شاوخوا یو لک کسان به د جوهانسبرګ ښارستر ستډیوم کې راټول شي.

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی، د امریکا جمهوررئیس بارک اوباما، د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون او د فرانسې جمهور رئیس فرانسوا اولانډ د نورو هېوادو د مشرانو په ډله کې دي چې؛ په دغو مراسمو کې یي ګډون کړی دی.

ټاکل شوې چې؛ زیات شمېر مشران به د نیلسن منډیلا د جنازې په مراسمو کې ویناوې وکړي.

د جنوبي افریقا چارواکو د دوشنبې په ورځ عاجله غونډه وکړه او د نړۍ د دومره ستر شمېر مشرانو د امنیت او نورو مسایلو په اړه یي بحث وکړ.

د نړۍ په تاریخ کې به لومړی ځل وي چې؛ د نړۍ ستر شخصیتونه په یوه وخت کې یو ځای ته راټولیږي.

د جنوبې افریقا لومړنی تور پوستی جمهور رئیس او د نژادي توپیر ضد مبارز نیلسن منډیلا د ډیسمبر په پنځمه نیټه مړ شو او په دولتي مراسمو سره به د هغه په پلرنې کلې کې د ډیسمبر په ۱۵ مه خاورو ته وسپارل شي.