د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو پرون په بروکسل کې د افغانستان له بهرنیو او کورنیو چارو وزیرانو سره په کتنه کې د امنیتي موافقې د ژر لاسلکېدو غوښتنه وکړه.
د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د خپلې دوه ورځینۍ غونډې په پای کې د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر ضرار احمد مقبل او کورنیو چارو وزیر عمر داوودزي سره وکتل او هغوی ته یې وویل، که افغانستان له ۲۰۱۴ وروسته د بهرنیانو ملاتړ غواړي نو ژر تر ژره دې د امریکا له متحدو ایالتونو سره امنیتي موافقه لاسلیک کړي.
د ناټو سرمنشي اندریس فوګ راسموسن وویل، د ناټو ټولو وزیرانو د افغانستان د حکومت لپاره څرګند پیغام درلود او هغه دا چې دا ډېره فوري چاره ده چې امنیتي موافقه ژر لاسلیک کړي.
"که د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ د لومړۍ لپاره یو قانوني چوکاټ نه وي؛ موږ نه شو کولی چې هلته خپل ځواکونه ولرو یا وسایل ورولېږو. په داسې یو حالت کې موږ باید تر ۲۰۱۴ مخکې د ټولو ځواکونو د ایستلو لپاره پلان جوړ کړو. له همدې کبله ټولو وزیرانو په نننۍ غونډه کې د افغانستان حکومت ته یو ډېر څرګند پیغام ولېږه او هغه دا چې د دوه اړخیزې امنیتي موافقې لاسلیک ضروري دی."
تر دې مخکې پرون د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر فرانس تیمرمنس وویل، که افغانستان امنیتي موافقه لاسلیک نه کړي دا به یو سخت او جدي ګوزار وي.